ننګرهار کې یو کس د اسنادو د جعل او تذویر په تړاو ونیول شو
د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د لويې څارنوالۍ له ادارې سره په همغږۍ د یوه هدفمند عملیات په ترڅ کې یو کس د تحصیلي اسنادو، پېژندپاڼو، نکاح خط او همدارنګه د بهرنیو چارو وزارت د اسنادو د جعل او تذویر په تړاو نیولی دی.
له نیول شوي کس څخه د دولتي ادارو ۲۵ مهرونه، ۵۰ قطعې جعلي تحصیلي سندونه، ۱۴ قطعې جعلي پېژندکارتونه، د بهرنیو چارو وزارت ۴۲ ځانګړي سټیکرونه او همداراز د کلیو جوړونې یو پایه ماشین ترلاسه شوي دي.