فراه کې له یوې موټرسایکل بم چاودنې مخنیوی شوی

jamil-moi
Thu, Feb 04 2021 11:29 AM
8

پولیسو د فراه ولایت د پشترود ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د یو لړ هدفمند عملیاتو په ترڅ کې له یوې موټرسایکل بم چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو غوښتل چې د یاد موټرسایکل بم په وسیله یو ځل بیا ملکي او بې‌ګناه خلک په نښه کړي، چې موخې ته تر رسېدو دمخه د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا کشف او شنډ شوی دی.