د کابل د امنیتي وضعیت د ارزونې په پار امنیتي غونډه ترسره شوه

jamil-moi
Fri, Aug 21 2020 8:35 PM
6

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ستر پاسوال عبدالصبور قانع نن مازدیګر د کابل له امنیتي ټيم سره وکتل او د کابل امنیت نیمګړتیاوې یې واورېدې.
د دې غونډې په پایله کې د کابل ښار د ۱۶مې او ۱۷مې امنیتي حوزو امرین له ۱۶ تنو منسوبینو سره د وظیفوي ناغېړي په تړاو له دندو ګوښه او څېړنو ته ور پېژندل شوي دي.
ستر امنیتي معین د کابل ښار امنیتي چارواکو ته ټينګار وکړ، چې د مجرمینو پر وړاندې د چلند، د نامسووله وسله والو ډلو، د شکمنو وسایطو درولو او څارنې، د زورواکو پر وړاندې د مبارزې، د خپلسرو ودانیو په ړنګولو کې له ښاروالۍ سره د همغږۍ او همدارنګه د ښار جوړونې وزارت سره د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي په برخو کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

همداراز پرېکړه وشوه چې د پولیسو حوزو لوژېستیکي ستونزو ته تر ارزونې وروسته رسېدنه وکړي. د پولیسو په حوزو کې درول شوي موټر هم مناسب ځای ته ولېږدوي او د جوړونې په برخه کې یې ګام پورته کړي.