پولیسو په تخار او پنجشېر ولایتونو کې پینځه تنه د قتل او غلا په تړاو ونیول

jamil-moi
Sun, Aug 16 2020 10:11 AM
غ

د ملي پولیسو منسوبینو په تخار او پنجشېر ولایتونو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې پینځه تنه د قتل او غلا په تور نیولي دي.
د دې کسانو له ډلې؛ په تخار کې یو کس د قتل او درې تنه د غلا او همدارنګه په پنجشېر کې هم یو کس د غلا په تړاو چې د قتل لامل شو، نیول شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.