کندهار کې د ترهګرو د خپل لاسي ماین د چاودنې له امله د درېیو طالبانو د وژل کېدو سربېره، په څلورو ولایتونو کې د اوه کړیو ماینونو له چاودنې مخنیوی شوی

jamil-moi
Mon, Jun 29 2020 2:48 PM
5


د هرات، زابل، غزني او کونړ ولایتونو د امنیه قوماندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې د ترهګرو طالبانو د اوه کړیو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو د هرات ولایت په ادرسکن او پشتون زرغون ولسوالیو کې له چاودېدونکو توکو دوه ډکې بشکې، د غزني ښار په درېیمه ناحیه دوه کړۍ ماینونه، د کونړ ولایت په وټپور ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین او همدارنګه د زابل ولایت په شهرصفا ولسوالۍ کې هم یو کړۍ ماین د ترورېستي بریدونو په هدف ځای پر ځای کړي وو.
په همدې حال کې تېره شپه د کندهار ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې درې ترهګر طالبان د خپل لاسي ماین د چاودنې له امله وژل شوي دي.
بلخوا د غزني ښار د درېیمې ناحیې په اړوند سیمو کې یو ترهګر طالب د ماین د ځای پر ځای کولو پر مهال نیول شوی دی.