پکتیا کې د ترهګرو طالبانو ځای پر ځای شوي ماین د یوې کورنۍ څلورو غړو ته مرګ ژوبله واړوله
نن مازدیګر د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په سورکۍ سیمه کې د ترهګرو طالبانو د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله د یوې کورنۍ درې غړي "یوه ښځه او دوه نجونې" شهیدانې شوې او یو ماشوم هلک ژوبل شوی، چې ژوبل شوی ماشوم د درملنې په پار د پولیسو لخوا په بېړه روغتون ته لېږدول شوی دی.
یاده پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې دا کورنۍ د واده په مراسمو کې له ګډون وروسته خپل کور ته ستنېدله، چې د ترهګرو طالبانو د سړک غاړې پر ځای پر ځای شوي ماین ختلې ده.
کورنیو چارو وزارت د دې پېښې په اړه یادې کورنۍ ته د غمشریکۍ ژور مراتب وړاندې کوي او دا پېښه ستر جنګي او بشري جنایت یادوي.
ترهګر طالبان د ملکي مرګ ژوبلې اصلي لاملین دي او په وار وار یې د ملکي خلکو د نښه کولو لپاره د جنایت له ګڼو لارو په ځانګړې توګه پر عامه لارو د سړک غاړې له ماین اېښودنې څخه استفاده کړې ده.