د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ په ټول هېواد کې ونمانځل شوه
نن د کب ۹مه د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ ده. دا ورځ د پلازمېنې کابل برسېره د یو شمېر ولایتونو ننګرهار، پکتیا، دایکندي، هلمند، پنجشېر، لغمان، کاپیسا، پکتیکا، بلخ ... د امنیه قومندانیو لخوا د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.
د امنیتي او دفاعي ځواکونو له ملي ورځې د نمانځنې په تړاو جوړو شویو غونډو کې چارواکو، ولسي خلکو، علماوو، ځوانانو، مدني فعالانو، مشرانو او ښځو هم ګډون کړی و او له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو یې خپل کلک ملاتړ اعلام کړ.
امنیتي او دفاعي ځواکونو پدې ورځ یو ځل بیا خلکو ته ډاډ ورکړ، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې، د عامه نظم ساتنې او امنیت راوستو په برخو کې به په جدي توګه کار کوي او هېچا ته به د دې اجازه ورنه کړي، چې د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او بشر حقونو پر وړاندې خنډ وګرځي.
هېره دې نه وي چې د کب نهمه له تېرو څلورو کلونو راهیسې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې په توګه نمانځل کېږي.