کابل، هرات او بغلان کې اته تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول

moi-af
Mon, Feb 24 2020 9:53 AM
9

د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو په کابل، هرات او بغلان ولایتونو کې اته تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه د کابل ښار د ۱۲ امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې دوه تنه له ۱۹ کیلو ګرامه ښيښه، د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې درې تنه چې دوه کیلو ګرامه هیرویین یې د کپسول په ډول په خپلو ګېډو کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې هندوستان هېواد ته یې قاچاق کړي، د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ښار په اړوند سیمو کې یو کس له درې کیلو ګرامه هیرویینو او یو عراده موټر سره او د هرات ښار د میرداوود دروازې په سیمو کې دوه تنه له اته کیلو ګرامه چرسو او یو عراده موټر سره یو ځای نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې د لا زیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.