هرات کې څلور تنه د وسله والې غلا په تړاو ونیول شول
د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د غوریان ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه د وسله والې غلا په تړاو نیولي دي.
دوه تنه چې پر پولیسو یې ډزې کړې وې او غوښتل یې وتښتي، د پولیسو لخوا په ټپي حالت کې نیول شوي دي.
له یادو کسانو څخه دوه میله کلاشینکوفونه، یو میل تفنګچه او یو شمېر مهمات او تجهیزات له یو عراده موټر سره یو ځای د پولیسو لاسته ورغلي دي.