پکتیکا کې ۳۰ ترهګر طالبان ووژل شول

د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ اړوند د "منګړیتۍ او سرزغمی" په سیمو کې د افغان ځانګړو ځواکونو لخوا دوه ورځني چاڼيز عملیات ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو د دوو مهمو قوماندانو په ګډون۳۰ ترهګر طالبان وژل شوي دي.
د دې عملیاتو پر مهال د ترهګرو طالبانو ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم د افغان ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د یادونې وړ ده چې په دغو عملیاتو کې افغان ځانګړو ځواکونو او عامو خلکو ته کوم زیان ندی اوښتی.