فراه کې دوه ترهګر طالبان وژل شوي او درې نور نیول شوي

jamil-moi
Fri, Nov 01 2019 8:37 AM
r

د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ ځواکونو د فراه ښار په شوراباد کلي کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې یو ترهګر طالب وژل شوی او درې نور ژوندي نیول شوي دي.
یاد کسان فراه  کې د دولتي کارکوونکو د ترور په هدف ګمارل شوي وو.
له دې کسانو څځه یو میل کلاشینکوف او دوه عرادې موټرسایکلونه هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
د یو بل خبر له مخې؛ تېره ورځ پولیسو او ملي امنیت ځواکونو د فراه ښار په قلعه زمان کلي کې یو لړ ګډ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې یو ترهګر طالب وژل شوی او یو بل یې ټپي شوی دی.