ننګرهار کې درې هدفي وژونکي ونیول وشول.

rahimzai_moi
Tue, Sep 24 2019 9:59 AM
7y

د ننګرهار ولایت له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت منسوبینو په جلال اباد ښار کې درې تنه چې هدفي وژنې به یې ترسره کولې، نیولي دي.
نیول شویو کسانو به په ننګرهار کې ډاکټران هم ګواښل او له هغوی به یې د پیسو غوښتنه کوله، چې د نه ورکړې په صورت کې به یې په مرګ ګواښل.
یادو کسانو خپل جرم منلی دی.