کابل کې دوه تنه د وسله والې غلا، ترور او انسان تښتونې په تور ونیول شول.

د کابل پولیسو دوه تنه د ۱۲ ناحیې له اړوند سیمو د وسله والې غلا، ترور او انسان تښتونې په تور نیولي دي.
دې کسانو له څو مودې راهیسې د کابل ښار د دولسمې، اتمې او شپاړلسمې ناحیو په اړوند سیمو کې په بېلابېلو وسله والو غلاو او ترور لاس پورې کوه او د پولیسو تر څارنې لاندې وو.
یاد تورن هغه مهال ونیول شول چې د کابل ښار د دولسمې ناحیې په اړوند سیمو کې یې په اختطاف لاس پورې کوه، چې د پولیسو لخوا له درې میله وسلو او یو کړۍ لاسي بم سره ونیول شول.