کابل کې د الکولي څښاکو د تولید یوه کارخونه له منځه یوړل شوه.

له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د کابل ښار د پنځمې حوزې په اړوند "کمپنی" سیمه کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د الکولي څښاکو د تولید یوه کارخونه کشف او له منځه وړې، ۱۵۶ لیتره الکولي څښاک یې ضبط کړي او یو تن یې د دې توکو د ساتنې په تړاو نیولی دی.
همداراز دې ځواکونو د کابل ښار په دویمې او پنځلسمې ناحیو کې هم عملیات ترسره کړي، چې پرمهال یې څلور تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو له یو شمېر چرسو او تریاکو سره نیولي دي.
په همدې حال کې له نشه يي توکو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو د میربچه کوټ ولسوالۍ په "دکو" کلي کې یو لړ عملیات په لاره اچولي وو، چې په لړ کې یې یو شمېر نشه يي توکي، نظامي تجهیزات، جنګي تسلېحات او پنځه قبضې لاسي بمونه نیولي دي.