تخار کې د ترهګرو طالبانو یو مهم ډلمشر ووژل شو.

rahimzai_moi
Mon, Sep 16 2019 11:29 AM
ث

د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوايي ځواکونو په ملاتړ د تخار ولایت د ینګي قلعه ولسوالۍ په شهر کهنه سیمه کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ  کې یې یو شمېر کلي د ترهګرو طالبانو له شتونه پاک کړي دي.
د دې عملیاتو په لړ کې د ترهګرو طالبانو د یوه مهم ډلمشر ملا وزیر په ګډون څو همکاران یې وژل شوي او شپږ نور یې ټپیان دي.
ترهګرو طالبانو په شهر کهنه سیمه کې عام استوګنیز کورونه مورچل ګرځولي او له همدې امله امنیتي او دفاعي ځواکونه د ملکی مرګ ژوبلې د مخنیوي په هدف خپل عملیات په احتیاط سره پر مخ وړي.