د هرات ولایت په اوبه ولسوالۍ کې د د طالب ترهګرو د ماین جوړولو یو پټنځای لمنځه یوړل شو.

hakimi-moi
Mon, Jun 17 2019 5:10 PM

د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د روانو عملیاتو په پایله کې چې د هرات ولایت په اوبه ولسوالۍ کې یې ترسره کړي د وسله والو مخالفینو د ماین جوړولو یو پټنځای یې کشف او لمنځه وړی.
طالب ترهګرو چې غوښتل یې د دغه ماین جوړولو له پټنځای څخه په ګټې اخیستنې سره د هرات ولایت په اوبه او پشتون زرغون ولسوالۍ کې د ترهګریزو بریدونو لپاره طرحې جوړې کړي او د یادې ولسوالۍ په اړونده سیمو کې خپل ترهګریز بریدونه ترسره کړي خو خپلو موخو ته تر رسیدو وړاندې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لورې د دوئ د ماین جوړولو پټنځای کشف او لمنځه یوړل شو.
د یادونې وړ ده چې د طالب ترهګرو څخه د سیمو د پاکوالي په موخه د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو روان عملیات له څو ورځو راپدېخوا پیل شوي چې اوس د هرات ولایت پشتون زرغون ولسوالۍ په ناامنه سیمو کې داوم لري.