ځلور ولایتونو کې؛ پولیسو د جنایي جرمونو په تړاو ۱۵ شکمن کسان ونیول

له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې د کورنیو چارو وزارت جنایي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو په سمنګان، نیمروز او پروان ولایتونو کې ۱۵ شکمن کسان د قاچاق، غلا او قمار په تړاو نیولي چې د پولیسو تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
له منځه یې، ۱۱ تنه د جوارګرۍ په تړاو په سمنګان، دوه تنه د دوه زره او ۷۰۰ لېټرو تېلو د قاچاق او یو تن د انساني قاچاق په تړاو په نیمروز او یو تن د غلا په تړاو د پروان ولایت په مربوطاتو کې نیول شوی دی.
په ورته مهال، ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو درې میله وسله او یوه اندازه مهمات په کاپیسا ولایت او یوه اندازه مهمات د کندز ولایت په مربوطاتو کې موندلي او ضبط کړي دي.