۹ ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۶ تنه د نشه یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ونیول
![شسیبسشبی](/sites/default/files/2025-01/whatsapp_image_2025-01-18_at_11.03.11_am.jpeg)
د غور امنیه قوماندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ددغه ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې درې تنه د ۳۱ کیلو ګرامه اېف نشه یي توکو سره نیولي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي. همداراز، یادو منسوبینو په کابل، بلخ، کندز، کاپیسا، دایکندي، لغمان او سرپل ولایتونو کې د بېلابېلو عملیاتو پایله کې ۱۳ تنه د نشه یي توکو د پلور په تړاو نیولي دي. له نیول شوو کسانو یوه اندازه چرس، شیشه، تریاک او نشه یي ګولۍ لاسته راغلي دي.