۶ ولایتونو کې؛ ۱۶ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول شول

moi-af
Mon, Nov 11 2024 10:08 AM
شسیبشسبی

د کورنیو چارو وزارت امنیتي ځواکونو په بلخ، سمنګان، اورزګان، غور او سرپل ولایتونو کې ۱۶ تنه د غلاوو، نامشروع اړیکو او له کوره د تېښتې په تړاو نیولي دي.
له ډلې یې، ۱۱ تنه د نامشروع اړیکو لرلو په تړاو په بلخ، یو تن د موټر سایکل د غلا په تړاو په غور، دوه تنه له کوره د تېښتې په تړاو په سمنګان او یو غل په سرپل ولایت کې نیول شوی دی.
ورته وخت کې، د ننګرهار امنیه قومندانۍ پولیسو د یو اندازه ځنګلي لرګیو د قاچاق مخنیوی کړی دی.