Events menu
خبرونهخبرونه
۶ ولایتونو کې؛ پولیسو د ۱۵ تنو نیولو ترڅنګ د لرګیو د قاچاق مخنیوی کړی
تېرو ۲۴ ساعتونو کې پولیسو په هرات، کندز، پروان او بامیان کې ۱۵ تنه د غلا په تړاو نیولي دي.
له منځه یې، هرات کې ۹ تنه د وسله والو غلاوو په تړاو له شپږ موټر سایکلونو او څو غلا کړي مبایلونو سره، څلور غله په کندز، یو تن د نشه یي توکو کارولو په تړاو په بامیان او یو غل په پروان کې نیول شوی دی.
ورته مهال پولیسو په ننګرهار او کنړ کې د څو موټرونو چارتراشو لرګیو د قاچاق مخه نیولې ده.
بدخشان او بلخ کې؛ پوليسو سلګونه جريبه نشه يي کروندې له منځه وړي
پوليسو د نشه يي کروندو د له منځه وړلو په عملياتو کې ۱۳۱ جريبه کوکنار د بدخشان په کشم، درايم، بهارک او جرم ولسواليو او ۴۸۹ زره او ۸۹۷ مربع متره ځمکه د بلخ په چمتال، چهاربولک او البرز. . .
تیر شوياخبار
پینځو ولایتونو کې ۲۸ تنه نیول شوي
یاد شمېر کسان د غلا، تښتونو، بغاوت، باج اخیستو او ترافیکي پېښو په تړاو په پلازمېنه، کاپيسا، نیمروز، لغمان او غور کې نیول شوي دي.
له منځه یې، د کابل د امنیه قومندانۍ منسوبینو شپږ تنه د. . .
بدخشان کې ۵۰ تنو منسوبینو مسلکي او روزنيزې زده کړې بشپړې کړې
۵۰ تنو پولیسو یونیم میاشتنۍ مسلکي زده کړې د بدخشان ولایت د امنیه قومندانۍ په ښووننیز مرکز کې بشپړې او باورلیکونه ورکړل شول.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه، چې د بدخشان ولایت په امنیه. . .
د کورنیو چارو وزارت د پالیسې او ستراتیژی معینیت، د پلان او پالیسۍ عمومی ریاست په نوښت یو شمېر تقنیني اسناد او کاري کړنلارې چاپ او ګټې اخیستنې ته وړاندې شوې
نوموړی ریاست د اړونده څانګو او قدمونو کړنلارې، لایحې او لنډمهاله او اوږد مهاله ستراتېژیک پلانونه ترتېبوي، چې په ورستیو کې یې د یاد وزارت د لارښوونو په اساس یو شمېر کړنلارې ترتیب کړي. . .
د کورنیو چارو وزارت د وړتیا لوړونې له مرکز(سټاف کالج) څخه ۳۷۰ تنه له مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول
یاد شمېر منسوبین نن په یوه ځانګړې غونډه کې، چې د کورنیو چارو وزارت د اداري مرستیال د دفتر ریس " شیخ محمد طاهر حلیم" هم په کې ګډون کړی و،فارغ شول.
د غونډې په پیل کې د یاد مرکز قومندان. . .
نن د کورنیو چارو وزارت درې نوي ګمارل شوي رئیسان د اړوندو څانګو کارکوونکو ته ور وپېژندل شول او خپلې دندې یې پیل کړې.
د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ د لیدلوري پر بنسټ؛ مولوي عبدالحکيم حميدي د لوژستيک د عمومي رييس په توګه، مولوي عبدالکريم حسيب د پاسپورټ د رييس په توګه او مولوي. . .
د شهید شوو پولیسو کورنیو ته اکرامیې ورکړل شوې
د کورنیو چارو وزارت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدو شوو پولیسو یو شمېر کورنیو ته اکرامیې ورکړې.
په یادو اکرامیو کې د ورکړې په موخه (د ۱۲ میاشتو معاش او اکرامیه) شامله ده.
د. . .