پینځو ولایتونو کې ۲۸ تنه نیول شوي

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۳ - ۱۱:۴
sdfsfsadfsf


یاد شمېر کسان د غلا، تښتونو، بغاوت، باج اخیستو او ترافیکي پېښو په تړاو په پلازمېنه، کاپيسا، نیمروز، لغمان او غور کې نیول شوي دي.
له منځه یې، د کابل د امنیه قومندانۍ منسوبینو شپږ تنه د خلکو د تښتولو او له کورنیو یې د باج اخیستو په تړاو د کابل ښار په اوومه ناحیه او پینځه تنه نور د مجاهدینو د تښتولو او ترور په تړاو، چې په بدل کې له هیواده بهر ورسره د پیسو ژمنې کېدې، د کابل ښار په څلورمه او ۱۱ ناحیه کې نیول شوي دي.
په ورته وخت کې، یو تن د قتل په تړاو په غور او اووه تنه باغیان، دوه تنه د قتل، یوتن د ترافیکي پېښې په تړاو، چې یو اوه کلن ماشوم یې وژلی و د کاپيسا ولایت د جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو نیولی دي.
له بل لوري، نیمروز کې پولیسو دوه تنه د شخړې په تړاو او دوه تنه نور په لغمان ولایت  کې د ځمکې پر سرد وسله والې نښتې په تړاو، چې پکې یو کس وژل شوی و، نیول شوی دی.
په یو بل خبر کې، ۱۸ میله ډول ډول وسلې، چې پکې ۹ میله کلاشینکوف، دوه میله شليکا، درې تفنګچې، دوه راکټونه، یو میل کره بین او یو میل ایم ۱۶ وسله شامل وه، د سرپل ولایت د ترورېزم سره د مبارزې پولیسو ترلاسه او ضبط کړي دي.