خبرونه
پغمان کې د مسؤلینو په منځګریتوب د دوو کورنیو دوښمني حل شوه
د پغمان ولسوالۍ د ولسوال الحاج قاري علي محمد «مجاهد»، د مصلحینو او ځایي مخورو په منځګړیتوب، یاده شخړه حل او د یوې جرګې له لارې دواړو کورنیو یو بل وبښل.
دا دوښمني چې پخوا د کابل ښار د. . .
له شپږو ولایتونو لسګونه روږدي راټول او د درملنې مرکزونو ته معرفي شول
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په بلخ، پکتیا، بدخشان، میدان وردګو، سمنګان او پنجشیر ولایتونو کې لسګونه روږدي کسان راټول کړي او د درملنې په موخه یې د روږدو د درملنې مرکزونو ته. . .
بغلان کې یو شمېر وسلې او مهمات کشف او ضبط شول
د بغلان ولایت د دهنهغوري ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ منسوبینو د کشفي عملیاتو په ترڅ کې یو شمېر وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي دي.
د یادو عملیاتو پر مهال ۲۵ میله توپنچې، ۱۹ د تومانچو. . .
د پنجشیر ولایت د مقام ولایت ملکي برخې او د امنیه قومندانۍ د «کورایمس» (CoreIMS) سیستم سره ونښلول شوې.
د سیمهییزو ادارو د پراختیا او عصري کولو د بهیر په دوام، د پنجشیر ولایت د مقام ولایت ټولې ملکي برخې او د دې ولایت امنیه قومنداني د «کورایمس» پرمختللي مدیریتي سیستم سره ونښلول شوې.
په. . .
کابل کې ۹۱ کیلوګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول د کابل ښار په ارغندي سیمې کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو او استخباراتي منسوبینو په ګډو اقداماتو کې ۹۱ کیلوګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط کړي دي.
همدارنګه، په دې تړاو یو کس هم نیول شوی، چې د لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
په کندهار ولایت کې د اور د پراخېدو مخنیوی وشو
د کندهار امنیه قومندانۍ د اور وژنې پولیسو په کندهار ښار کې د دویمې حوزې اړوند د توشک جوړولو په یوه شرکت کې د برېښنا د شارټۍ له امله د رامنځته شوي اور د پراخېدو مخنیوی کړی او پر وخت سیمې. . .
د خوست امنیه قومندانۍ د پلان اوپراسیون ۴۹ منسوبین له مسلکي زدهکړو فارغ شول
د خوست امنیه قومندانۍ د ښوونې او روزنې مدیریت اړوند د طارق ابن زیاد تعلیمي مرکز له لوري د پلان اوپراسیون مدیریت ۴۹ منسوبینو ته مسلکي ښوونیز سیمینار ورکړل شو، چې د ځانګړو مراسمو پر مهال. . .
په غزني ولایت کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۱۵ کسان ونیول شول
د غزني ولایت د امنیه قوماندانۍ اړوند د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په تېرو دوو اونیو کې د دې ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۱۵ کسان نیولي دي.
نیول. . .
په بلخ ولایت کې د غلو څلور کسیزه ډله ونیول شوه
د بلخ ولایت د امنیه قوماندانۍ اړوند د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو، د مزارشریف ښار د څلورمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د غلو یوه څلور کسیزه ډله نیولې ده. یادو کسانو پلان درلود. . .
