ملا عبدالاحد فضلي د فارياب نوی والی وټاکل شو

په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې چې د کورنيو چارو وزارت د پاليسۍ او ستراتېژۍ مرستيال الحاج مولوي مخدوم عبدالحق هم پکې ګډون کړی و ښاغلی ملا عبد الاحد فضلي پکې ځايي مسؤلينو ته د فارياب د نوي والي په توګه ور وپېژندل شو.
د پاليسۍ او ستراتېژۍ مرستيال په ادارو کې بدلون د اسلامي امارت اصل ياد کړ او د پخواني والي د چارو دستايلو ترڅنګ يې نوي والي ته د برياليتوب او ولس ته د خدمت کولو دعا وغوښته.