د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي چارو معین الحاج مولوي عبدالله مختار ننګرهار ولايت ته سفر وکړ.

د یاد سفر پر مهال د تامیناتي چارو معین الحاج مولوي عبدالله مختار د ننګرهار ولايت د ۱۰۲حمایوي کنډک له ورکشاپونو او ډیپوګانو څخه لیدنه وکړه او اړونده مسؤلینو ته یې د ضرورت وړ امکانات برابرولو ډاډ ورکړ.
د یادولو ده چې د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي چارو مرستیالۍ په دې وروستیو کې لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته په تامیناتي برخه کې د پام وړ پاملرنه کړې ده.