اتو لایتونو کې؛ د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو د ۲۵ کسانو نیولو ترڅنګ د ومانو نهه کارخونې موندل شوي
نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په څو جلا عملیاتو کې بلخ کې اووه تنه د ډول ډول نشه یي توکو په تړاو، دوه تنه په ننګرهار کې له ۵۳۵ دانو نشه یي ګولیو سره، دې ته ورته دوه تنه هرات او بغلان کې د نشه یي توکو د پلور په تړاو، کندهار کې درې کسان له ۱۴۶۰ کیلو ومانو او دوه ډاټسن موټرو سره او دوه تنه په کابل په نړیوال هوايي ډګر کې، چې غوښتل یې نشه بهر ته نشه یي توکي ولیږدوي، نیولي دي.
همداراز، یادو پولیسو د نشه یي توکو نهه فابریکې په ارزګان او ډېره کچه ومان بوټي یې په بامیان ولایت کې ترلاسه او سوځولي دي.
ورته مهال، پولیسو ۲۵۰ کیلو اوړه شوي ومان، چې په دوو فلانکوچ موټرونو کې ځای پر ځای شوي وو او کندهار ولایت ته لېږدول کېدل نیولي دي او ۹ تنه د ومانو د کارخونو مالکان او کارکوونکي یې نیولي دي.