د کورنيو چارو سرپرست وزیر خليفه صاحب سراج الدين حقاني د احمدزيو قوم له علماؤ، مخورو او قومي مشرانو سره په يوه لويه غونډه کې ګډون وکړ. 

moi-af
Thu, Jul 20 2023 12:31 PM
fgafgf


په پيل کې د غونډې ګډونوالو د خليفه صاحب  له راتګ څخه مننه وکړه او دده راتګ یې ددې غونډي لپاره وياړ وباله او زياته يې کړه چې د دوی د شوری موخه د اسلامي امارت ملاتړ، حمايه، تقويه او د اسلامي نظام بقاء ده. 

ورورسته د کورنیو چارو سرپرست وزیر خليفه صاحب غونډي ته د وينا په مهال په جهادي دور کې د ياد قوم قربانۍ او د هغوی وحدت وستایه او زياته يې کړه چې پخوا دلته قومي جوړښتونه وو خو پردۍ برنامې يې پلي کولي او د وحدت د له منځه وړلو لپاره ورڅخه د افغانستان دښمنانو کار اخيست. 
الحمدلله اوس هغه وخت دی چې قومونه پخپل ابتکار د وحدت او يو بل ته د لاس ورکولو لپاره غونډي دائروي.

خليفه صاحب وويل چې په نړۍ کې هغه قومونه بريالي دي چې وحدت ولري او هغه حکومتونه بريالي بلل کيږي چې ولسي ملاتړ ولري، تاسي هم وحدت لرئ او هم د خپل نظام ملاتړ کوئ، تاسي په علمي، اقتصادي او سياسي ميدانونو کې کدرونه لرئ کله چې نظام ستاسي ملاتړ ولري نو د چا رسميت ته اړتيا نلري. 
خليفه صاحب زياته کړه نظام هلته محکم کيږي چې د ټولني افراد يو بل برداشت کړي او ملي ګټو ته په شخصي ګټو لومړيتوب ورکول شي. 

ستاسي نظام له ډيرو اجتماعي امورو سره مخ دی، هڅه وکړئ په خپل ابتکار په ټولو ډګرونو کې مخي ته ولاړ شئ او بل ځل چې راځو نو د داسي پروژو پرانستنه وکړو چې ستاسي په ابتکار پيل کيږي.