په دریو ولایتونو کې؛ د نشه یي توکو د جوړولو یوه کارخونه کشف او ۱۳ تنه نیول شوي

moi-af
Sat, May 20 2023 12:25 PM
fhadf

د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، په لغمان ولایت کې، د نشه یي توکو د جوړلو یوه کارخونه سره له ټولو توکو کشف او له منځه وړې او په تړاو یې ۶ تنه نیول شوي.
دغه راز، د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، د څو نورو بیلابیلو عملیاتو په ترڅ کې ۶ تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو د یو اندازه نشه یي توکو سره لاس په لاس په کابل ولایت کې نیولي.
بل لورته د سرحدي پولیسو منسوبینو د تورخم په دروازه کې یوه ماشومه نیولې چې غوښتل یې ۱۰۵۰ ګرامه شیشه پاکستان هیواد ته قاچاق کړي.