د کورنیو چارو وزیر د آي ایف آر سي له نماینده هئيت سره لیدنه وکړه.

moi-af
Wed, Jan 12 2022 7:36 PM
dfs

نن له غرمې وروسته د کورنیو چارو وزیر الحاج خلیفه سراج الدین حقاني حفظه الله د سره صلیب او سرې مياشتې نړیوال فدراسيون له نماینده هئيت سره په کورنیو چارو وزارت کې لیدنه وکړه.

په پيل کې د نماینده هئيت مشر هاویر کاستیولاس په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو په اړه محترم وزیر ته معلومات ورکړل او زیاته يې کړه: موږ په افغانستان کې د افغاني سرې مياشتې سره په بیلابیلو برخو کې مرسته کوو چې د غذايي موادو، د ژمي وسایل، د پاکو اوبو ترڅنګ دوی ته ادویه او نور روغتيايي اړتیاوې پوره کوو.
د کورنیو چارو وزیر د نماینده هئيت څخه مننه وکړه او زیاته يې کړه: موږ ستاسې د پرلپسې همکاری منندوی یو او غوښتنه مو دا ده چې د افغانانو سره په دې سختو شرایطو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړی.
محترم خلیفه صیب وویل: موږ تاسې ته د امنیت له پلوه پوره ډاډ درکوو او هغه وخت رارسيدلي چې تاسې په ډاډه زړه د هیواد هر ګوټ ته خپلې مرستې ورسوی.
نماينده هئيت همدا راز ژمنه وکړه چې د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو سره د مبارزې معینیت سره به د معتادینو په درملنه کې مرسته کوي.
هغوي همدا راز ژمنه وکړه چې د ټول هیواد د معلولينو لپاره به ځانګړې برنامې پلي کوي.