مل‌پاسوال عبدالستار میرزکوال: د ملي پولیسو منسوبینو روانې چارې به لا چټکتیا او سمون ومومي

hakimi-moi
Sat, Jun 19 2021 9:07 PM
۱

مل‌پاسوال عبدالستار میرزکوال د ملي امنیت د سلاکار ډاکټر حمدالله محب له لوري د کورنیو چارو وزارت د نوماند او سرپرست وزیر په توګه د یاد وزارت منسوبینو ته ور وپېژندل شو. 
په دې پېژند غونډه کې د هېواد د ملي امنیت د سلاکار سربېره، د کورنیو چارو وزارت مشرتابه هم ګډون درلود.
د کورنیو چارو وزارت نوماند او سرپرست وزیر مل‌پاسوال عبدالستار میرزکوال د وزارت مشرتابه ته د سلا مشورو په موخه د ملي پولیسو له مسلکي جنرالانو او منسوبینو څخه د یوه ګډ بورد پر جوړولو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د وزارت په کچه به له شته ظرفیت څخه د اعظمي استفادې زمینه برابره کړي. 
مل‌پاسوال عبدالستار میرزکوال له شرایطو سره سم په کورنیو چارو وزارت کې د روانو چارو چټکتیا، په کاري کړنلاره کې بدلون، کار اهل کار ته سپارل او همدارنګه د مکافاتو او مجازاتو د اصل پلي کول اړین یاد کړل او له یادو برخو یې د لا ملاتړ ډاډ څرګند کړ.
 د کورنیو چارو نوماند او سرپرست وزیر د هېواد د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅې او سرښندنې د درناوي وړ یادې کړې او ویې ویل، چې د ملي پولیسو هر منسوب ته به ځانګړې پاملرنه کېږي او له چارو به یې د قانون په اډاڼه کې بشپړ ملاتړ کېږي.