د بغلان د فرېنګ ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو د نومول شوي ولسوال مرستیال او نظامي قوماندان ونیول شول

hakimi-moi
Sat, Jun 12 2021 4:40 PM
1

ملي پولیسو د هېواد له نورو امنیتي ځواکونو سره یو ځای تېره ورځ په بغلان کې د یو لړ ګډو عملیاتو په ترڅ کې د فرېنګ ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو نومول شوی مرستیال ولسوال قاري نجیب او نظامي قوماندان قاري میرزا له ۶ نورو ترهګرو سره نیولي دي. 
همدارنګه؛ په دې عملیاتو کې دوه ترهګر طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. 
د یادونې وړ ده چې د ترهګرو یو اندازه وسلې او مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.