کابل پولیسو یو حرفوي غل او قاتل نیولی
![۰](/sites/default/files/2021-06/196889595_2031801786957708_2579322361235070755_n_21.jpg)
د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په کابل ښار کې یو کس د قتل، وسلهوالو غلاوو، د مرګ ګواښ، کورونو ته د لاسي بمونو په توغولو، باج اخیستنې او ژوبلې په تړاو نیولی دی.
نیول شوی کس امېد نومېږي او په امېد تکانه مشهور دی. امېد تکانه د سازمان شویو جرمونو د بانډونو یو مخکښ غړی دی او د کابل ښار د درېیمې، پینځمې، شپږمې او اومې ناحیو په اړوند سیمو کې یې فعالیت کاوه.
پولیسو یاد کس د کشفي بنسټونو له لوري تر پېژندنې وروسته د یو لړ عملیاتو په پایله کې په اومه حوزه کې نیولی دی.
متضررینو تورن کس پېژندلی او د لومړنیو څېړنو پر مهال یې په ګڼو جرمونو هم اعتراف کړی دی.
تکانه له څو کلونو راهیسې د پولیسو تر څار لاندې و او د کابل امنیتي میثاق تر څار لاندې نوملړ کې هم یو مهم هدف و.
له درنو کابل ښاریانو هیله کېږي څو د دې تورن په تړاو خپلې ادعاوې او اسناد د کورنیو چارو وزارت د جنايي څېړنو له لوی ریاست سره شریک کړي.