کابل کې درې تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
Sat, Dec 05 2020 5:34 PM
1

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د امنیتي میثاق پر بنسټ د کابل د خیرخانې په کوتل او څرخي پله دروازه کې د دوه جلا عملیاتو په ترڅ کې درې تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي دي.
له یادو کسانو څخه ۱۰ کیلوګرامه چرس او ۱۹۲۲ قرصه "کا" نشه کوونکي تابلېتونه هم ترلاسه شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.