په تېرې یوې میاشت کې د مالیې د نه ورکولو په تړاو د ۷۴ موټرو له تېښتې مخنیوی شوی

د کورنیو چارو وزارت د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د تېرې یوې میاشت په لړ کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۷۴ هغه بار وړونکي موټر نیولي، چې د مالیې له ورکولو یې ډډه کوله.
په یادو محمولو کې ګولسیخ، تېل، د چرګاڼو غوښې، ودانیز مواد او نور توکي شامل وو، چې له توقف وروسته یې عاملین د ګمرکونو عمومي ریاست ته ورپېژندل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د هېواد په کچه د اداري فساد پر وړاندې ګړندي ګامونه اخیستي، چې په تطبیق سره به یې د هېواد عواید زیات شي او د عاملینو پر وړاندې به یې قانوني جدي چلند ترسره شي.