د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۱۳ تنه د قتل او وسله والو غلاو په تړاو ونیول شول

jamil-moi
Tue, Jul 07 2020 10:48 AM
t

د نیمروز، کندوز، کندهار، کاپیسا او هلمند ولایتونو د ملي پولیسو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې ۱۳ تنه د قتل او وسله والو غلاو په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه په کندوز ښار کې درې تنه د وسایطو د غلا، نیمروز کې یو کس د قتل او دوه نور د غلا، د کندهار ښار په نهمه ناحیه کې درې غله، د کاپيسا ولایت په حصه دوم کوهستان ولسوالۍ کې درې تنه د بېلابېلو جرمونو او د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې یو کس د غلا په تور نیول شوي دي.