لغمان او خوست کې شپږ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

jamil-moi
Thu, Feb 20 2020 9:20 AM
8

پولیسو په لغمان او خوست ولایتونو کې شپږ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
له دې ډلې د لغمان ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو په مرکز مهترلام ښار کې دوه تنه د وژنې او ژوبلې او یو کس د دولتي ځمکو د غصب په تړاو او همداراز دوه تنه نور د قرغه يي ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د یوه کور د سوځولو په تړاو نیولي دي.
همداراز د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د اسماعیل خېلو ولسوالۍ په اړوند سیمو کې هم یو کس د قتل په تور نیولی دی.
یاد کس د دوه خوست مېشتو په وژنې تورن دی او اوسمهال تر لازیاتو څېړنو او ګروېږنو لاندې دی.