کابل کې ۱۰ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

jamil-moi
Sun, Feb 02 2020 10:01 AM
i

پولیسو کابل کې ۱۰ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د چپاولګرۍ، غلا او غیرقانوني وسلو د ګرځونې په تړاو نیولي او یو عراده غلا شوې واسطه یې ترلاسه کړې ده.
له دې منځه پولیسو د کابل ښار د شپږمې او دیارلسمې امنیتي حوزو له اړوند سیمو شپږ تنه د غلا او د عامه مالونو د لوټولو په تړاو نیولي دي.
همداراز د کابل ښار د دیارلسمې امنیتي حوزې او بګرامي ولسوالۍ په اړوند سیمو کې څلور تنه له دوه میله تفنګچو سره یو ځای نیول شوي دي.
پولیسو د کابل په بګرامي ولسوالۍ کې یو عراده غلا شوی سراچه ډوله موټر هم ترلاسه او څښتن ته یې سپارلی دی.
د کابل پولیس له جنايي جرمونو سره د مبارزې په برخه کې ورځ تر بلې بې ځنډه کار کوي او تر اوسه یې ګڼ شمېر لاسته راوړنې لرلې دي.