فارياب کې د ترهګرو طالبانو د نومول شوي ولسوال له استوګنځي د مهماتو يوه لويه زېرمه کشف شوه

jamil-moi
Sun, Nov 17 2019 4:00 PM
6t

نن د فارياب ولايت پوليسو په قرغان ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو د نومول شوي ولسوال له استوګنځي د سپکو او درنو وسلو او مهماتو يوه لويه زېرمه، چاودېدونکي توکي او د سړک غاړې ماينونو د جوړونې پټنځايونه کشف او ترلاسه کړي دي.
يادې زېرمې د فارياب ولايت د قرغان ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو د نومول شوي ولسوال "ظاهر" نومي له استوګنځي ترلاسه شوي دي.
له دې پټنځايونو د تجهيزاتو او جنګي وسايلو سربېره د سپکو او درنو وسلو نږدې ۲۰۰۰ ډزه ګولۍ، لاسي بمونه او د وسايطو ضد ماينونه هم ترلاسه شوي دي.
دا پداسې حال کې ده چې امنيتي او دفاعي ځواکونو د اندخوى په څلور ګونو ولسواليو کې د تېرو چاڼيزو عملياتو پر مهال د ترهګرو طالبانو ګن شمېر پټنځايونه له منځه وړي دي.