بلخ کې ۲۲ وسله وال غله ونیول شول
د تېرې یوې اوونۍ په لړ کې د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې د درېیو ښځو په شمول ۲۲ تنه د وسله والو غلاوو په تړاو له پېژندنې وروسته نیولي دي.
له یادو غلو څخه ۹۰ میله بېلابېلې وسلې د بېلابېلو جرمي قضیو په تړاو هم د پولیسو لاسته ورغلې دي.
د بلخ پولیس بلخ مېشتو ته ډاډ ورکوي، چې په پوره توان سره به د امنیت ټینګولو او له جنايي جرمونو سره د مبارزې په برخه کې کې هڅې کوي او خلکو ته به د هوسا ژوند زمینه برابروي.