هرات کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې له یوې چاودنې مخنیوی وشو.
ترهګرو طالبانو د هرات ولایت په پشتون زرغون ولسوالۍ کې یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړې و، چې د پولیسو لخوا کشف او شنډ شو.
ترهګرو یاد ماین په پشتون زرغون ولسوالۍ کې په یوه حمام کې دننه د ملکي مرګ ژوبلې په هدف ځای پر ځای کړی و، چې له چاودنې مخکې د پولیسو لخوا کشف او شنډ شو.