کندهار کې ۱۷ ترهګر طالبان ووژل شول.

hakimi-moi
Thu, Jul 11 2019 3:28 PM

تېره شپه د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ په اړوند سیمو کې له ترهګرو طالبانو د پاکولو په موخه یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۱۶ ترهګر طالبان وژل شوي دي.

همداراز د کندهار ولایت د معروف ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې یو ترهګر طالب وژل شوی دی.

له یاد ترهګر څخه دوه میله وسلې او دوه عرادې موټر د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي.