وردګو کې ۲۵ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

moi-af
Mon, May 27 2019 12:30 PM
تېره ورځ د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په ملي خېلو، یوسف خېلو او سالار سیمو کې افغان امنیتي ځواکونو ګډ عملیات ترسره کړي.
د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو د دوو نامي قومندانانو په ګډون ۱۶ ترهګر طالبان وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.
د عملیاتو په لړ کې ملکي خلکو ته کوم زیان ندی اوښتی.