پولیسو څلور تنه د ځمکو د غصب او غلا په تور نیولي

farhadi-moi
Thu, Mar 28 2019 11:58 AM
x


د لوګر ولایت د مرکز اړوند په زرداد کلا سیمه کې دوه تنه د ځمکو د غصب په تور نیول شوي.
یادو کسانو د دولتي ځمکو په غصب لاس پورې کړی و؛ چې د ملي پولیسو له خوا ونیول شول.
د دې ترڅنګ؛ ننګرهار کې هم دوه نا مسووله وسله وال نیول شوي.
یادو کسانو په ګڼ شمېر وژنو، انسان تښتونو او غلاو کې لاس درلود. له نیول شویو کسانو ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم د پولیسو لاسته ورغلې دي.