هلمند کې دوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د لاس لرلو په تور نیول شوي

farhadi-moi
Tue, Mar 05 2019 8:51 AM
moi


هلمند کې پولیسو دوه تنه چې د پیسو په مقابل کې یې ځوانان د ترهګرو طالبانو لیکو ته جذبول؛ نیولي دي.
نیول شویو کسانو له دې سره چې ځوانان یې د پیسو په مقابل کې د ترهګرو طالبانو لیکو ته جذبول؛ هڅه یې کوله تر څو د پولیسو لیکو ته هم خپل کسان ور شامل کړي او په پوستو کې پولیس ووژنی او بیا د ترهګرو طالبانو سیمو ته وتښتي؛ چې د ملي پولیسو له خوا ونیول شول.
له نیول شویو کسانو یو یې د ترهګرو طالبانو د پیسو د لېږد او بل یې د جلب او جذب مسوول و.
له دې وړاندې هم د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې یوولس تنه د چریکي بریدونو په تور نیول شوي وو، چې په هلمند کې یې په ترهګریزو بریدونو کې لاس درلود.