د خوست ولايت د اسمعيلخېلو او مندوﺯيو ولسوالۍ په دوريخېلو کلي کې امنيتي ځواکونو يو ځوان له يوې دوه متره اوسپنيزې پنجرې څخه، چې له پنځو کلونو راهيسې پکې بندي و، اﺯاد کړ.

ياد ځوان د خپلې کورنۍ له خوا په غير انساني ډول زنداني شوی و، چې نه يې د روغتيا پاملرنه شوې وه او نه یې هم د انساني کرامت ساتنه شوې وه. نوموړی اوس په رواني ناروغۍ اخته دی.
امنيتي ځواکونو د خلاصون وروسته د ياد ځوان د پاکوالي او ظاهري نظافت پوره پاملرنه کړې او د قضيې په اړه جدي پلټنې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم د خوست په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې يو بل ځوان، چې د خپلې کورنۍ له خوا په ځنځيرونو تړل شوی و، اﺯاد کړل شو.