د سویل ختیـځ زون د پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه د زون په کچه ١٢٤٨ تنه مجاهدین له عقـیدوي، مسـلکي او تخصـصي زدهکړو وروسته فارغ او ټولني ته د خدمت په پار وړاندې شوي.

همدراز د سویل ختـیځ زون د پولیـسو په دغه ښوونیز او روزنیز مرکز کې ٣٠٥ تنه اوس مهال عملاً په عقـیدوي، مسلکي او تخصصي څانګو کې پر زده کړو بوخت دي.
ورته مهال د سویل ختـیځ زون د پولیـسو له ښوونـیز او روزنـیز مرکز څخه ٩٦٠٦ تنه مجاهدین په شرعي، حـقوقي، فزیکي، عملیاتي، سواد زدهکړو او نورو مهـمو څانګو کې د ۹ دورو په لړ کې فارغ او عملاً د خدمت کولو جوګه ګرځـیدلي دي.