په غزني ولایت کې پيښو ته د رسیدو لپاره د موټر سایکل سپرو پولیسو یوه مجهزه امنیتي قطعه جوړه شوه moi-af Mon, Jan 13 2025 2:21 PM https://moi.gov.af/en/node/10532 د غزني امنيې قومندانۍ د کابل - کندهار د لويې لارې د لا ښه امنیت تامین، ترافیکي پيښو ته د ژر رسیدو او د خلکو د ستونزو د حل لپاره یوه مجهزه د موټر سایکل سپرو قطعه په دغه ولایت کې جوړه کړه. ددغه ولایت امنیه قومندان مولوي محمد عالم رباني وايې، د غزني د خلکو خدمت زما دنده ده، هبچاته به د خلکو د امنیت خرابیدو اجازه ورنکړم. په همدې مهال، د غزني د ښاري کنډک قومندان مولوي شمس الدین عامر وویل، ددې قطعې په جوړیدو سره به د خلکو ستونزو او ترافیکي پيښو ته ژر رسیده ګي وشي.