په ۳ ولایتونو کې؛ ۱۵ تنه نېول شوي، ۱۴ میله سلاح کشف او نېول شوي دي

moi-af
Thu, Jan 09 2025 9:53 AM
شسیبشسی

امنیتي ځواکونو، د هېواد په دوه و ولایتونو کې ۱۵ تنه د غلا، د طبي درملو د قاچاق او د انسانانو د وېښتو ټولولو په تړاو نېولي دي.
له ډلې يې نهه تنه د غلا او څلور تنه د انسانانو د وېښتو د ټولولو په تړاو په نیمروز او دوه تنه نور د ۵۶ کارتنه طبي درملو د قاچاق په تړاو د هلمند ولایت اړوند سیمه کې نېول شوي دي.
ورته مهال، د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د تېرو ۴۵ ورځو په موده کې ۱۳ میله مختلف ډوله اسلحې د مخکني نظام له منسوبینو سره په نیمروز او یو میل تومانچه د هرات ولایت اړوند سیمه کې کشف او نېولې ده.