په پنجشېر کې د مرکز بازارک اړوند د نوليج سيمې د دوو خپلوانو کورنيو تر منځ دولس کلنه تربګني او دښمني د کډوالو چارو وزارت د سرپرست او پنجشېر والي په حضور په تلپاتې دوستۍ بدله شوه.

moi-af
Thu, Sep 26 2024 10:45 AM
ffdddf

د دغه دښمنۍ د پاي په مراسمو کې د کډوالو چارو وزارت سرپرست ښاغلي خليل الرحمن حقاني ، د پنجشېر والي، د پنجشېر ولايت د علماو شورا مشر او يو شمېر مسؤلينو ،علماو او قومي مشرانو او د يادو دوو کورنيو مشرانو او ځوانانو ګډون کړی و.

د پنجشېر د قومي مشر حاجي رها ابرار په مشرۍ د پنجشېر د والي له لورې ګمارل شوې د منازعاتو د حل کمېټې له لورې دا ۱۲ مه دښمني ده چې پاي ته ورسېده.