کابل او فاریاب کې له دوه ماین چاودنو مخنیوی شوی
د ملي پولیسو منسوبینو په کابل او فاریاب ولایتونو کې د دوه جلا کشفي عملیاتو په ترڅ کې له دوه ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
ترهګرو یاد ماینونه په تازهګۍ سره د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ د "چنارهای باغ داوود" سیمې پر سړک او د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د یوه روغتیايي کلینیک په انګړو کې ځای پر ځای کړي وو.
د سړک غاړې ماینونو او چاودېدونکو توکو ځای پر ځای کول د ترهګرو د کمزورتیا ټکی ښيي او ترهګر غواړي له دې چارې څخه په ګټې اخیستنې سره د وحشت او وېر فضا رامنځته کړي او د دوی دا چاره به له ذلت پرته بل څه له ځان سره ونه لري.