د ملي پولیسو د شهیدانو او ورک شویو د کورنیو حقوق

moi-af

 د ملي پولیسو د شهیدانو او ورک شویو د کورنیو د حقوقو او امتیازاتو  په اړه لنډ مالومات
 د ملي پولیسو د شهیدانو او ورک شویو د کورنیو لپاره د قانون په اساس، لاندې امتیازات ورکول کېږي.
د افسرانو، ساتنمنانو او سربازانو د کورنیو لپاره چې د دندې پر مهال شهید او یا ورک شوي وي، د وروستۍ تنخوا سره سم سل سلنه تقاعد له اجزاو او ضمایمو سره ورکول کېږي.
د شهیدانو د کورنیو لپاره مالي مرسته، د شهیدانو د کورنیو لپاره د ۱۲ میاشتو معادله تنخوا له اجزا او ضمایمو سره ورکول کېږي.
 د ملي پولیسو هغه افسران او ساتنمنان چې د جګړې پر مهال په شهادت رسېږي؛ د فوق العاده ترفېع وړ ګرځي.
په مرکز او ولایتونو کې د ځمکې وېش، د شهیدانو  د کورنیو لپاره اوه سلنه وړیا برخه ورکول کېږي.
د استوګنیزو آپارتمانونو وېش، د شهیدانو د کورنیو لپاره له دېرش سلنه تخفیف سره د اوه سلنې برخې ورکول.
 د شهیدانو او ورک شویو د کورنیو لپاره د تحصیلي بورسیو د اوه سلنې ورکړه.
په خصوصي موسساتو کې د شهیدانو او ورک شویو د کورنیو د زده کړې لپاره د اوه سلنې برخې ورکړه.
د شهیدانو او ورک شویو د کورنۍ لپاره د حج د فریضې د ترسره کولو لپاره د پینځه سلنې برخې ورکړه.
د شهید ورثې ته د هغې کفن کول، خښوول، لېږد او تسلیم.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د محترم مقام د ۴۲۸ ګڼه فرمان، نېټه ۱۳۸۹/۰۱/۲۶  له مخې او ۲۲۷۳ ګڼه فرمان، نېټه ۱۳۸۹/۰/۱۰  له مخې د سرپناه د رغولو په موخه د دوه سوه زور افغانیو ورکړه.
د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت ته د اسنادو د لېږد په موخه د (ش۱۲) ځانګړي فورم ډکول.
پورتني حقوق او امتیازات د شهید د کورنۍ له لوري د شرعي وثیقې د ترسره کولو وروسته هغوی ته ورکول کېږي.  
کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو د محترمې ورثې د شهیدانو او ورک شویو  چارو ته رسیدګي؛ په خپل لومړیتوب کې ځای ورکوي او د ملي پولیسو د شهیدانو او ورک شویو کورنیو ته خبر ورکول کېږي؛ چې د اسنادو د قانوني پړاوونو د ترسره کولو په صورت کې که چېرې له کومې ستونزې سره مخ شي نو له لاندې شمېرو سره دې اړیکه ونیسي او یا په مرکز او ولایتونو کې دې خپلې ستونزې له اړونده چارواکو سره شریکې کړي.
د شهیدانو او معلولینو د ریاست د اړیکې شمېرې:
د شهیدانو او معلولینو د ریاست رییس: ۰۷۹۹۳۰۰۰۲۰
د شهیدانو او معلولینو د ریاست مرستیال: ۰۷۰۰۶۵۲۵۷۹
د مطبوعاتو او عامه اړیکو ریاست: ۰۲۰۲۱۰۲۹۴۵
د مطبوعاتو او عامه اړیکو رییس: ۰۷۰۴۹۹۹۹۸۱
د پېژنتون ع ریاست: ۰۲۰۲۲۰۰۱۶۲
د پېژنتون ع رییس: ۰۷۹۱۱۵۰۰۰۰
د پلټنې ع ریاست: ۰۲۰۲۲۰۰۱۶۲
د پلټنې د ع ریاست رییس: ۰۷۰۴۶۲۶۴۵۶
د استخباراتو  ع ریاست: ۰۲۰۲۳۱۲۳۵۲
له جرمونو سره د مبارزې ع ریاست: ۰۲۰۲۲۱۰۱۶۸
 

مطبوعاتي اعلامیې

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۵۷
Background image

د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی فرمان

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيم

الحمدلله ربِّ العٰلمین والصَّلوٰة والسَّلام علٰی سیِّد المُرسلین و علٰی آله و أصحابه أجمعین.

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۰:۰
Background image

خبرتیا

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معینیت اړوند د پلان او  اوپراسیون لوی ریاست د چاودېدونکو توکو سره د مبارزې انجینرۍ ریاست له لورې د جېمر دستګاوو د وې

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۳۱
Background image

د کورنیو چارو وزارت د پولیسو اکاډمۍ عمومي قوماندانۍ خبرتیا

د پولیسو اکاډمۍ عمومي قومانداني په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د لیسانس زده‌کړو لپاره د کانکور ازموینې له لارې د مرکز او ولایتونو له بېلابېلو لې

Back to announcements